موږ بېلابېلې ډلې د یوې موخې لپاره متحد کوو: هغه ژمنې چې موږ خپلو متحدینو ته کړې وې پوره کړو.

 

د افغان ایوک ايتلاف غړي په پوره همغږۍ او په لومړۍ کرښه کې کار کوي چې د افغانانو د ويستلو او بيا ميشت کولو په برخه کې هر اړخيز ملاتړ تر لاسه کړي.

مونږ د متحده ایالاتو د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ لپاره د واضح میکانیزم په جوړولو او اداره کولو سره، د خپلو شریکانو، د متحدینو، قانون جوړونکو او عامو خلکو په ګډون، د هڅو همغږي کولو او پروسې ښه کولو لپاره کار کوو.

زموږ او زموږ د ماموریت په اړه نور دلته ولولی


معلومات په ساده او بصری طریقه وګوري

زموږ ټیم معلومات په ساده او بصری طریقه د لا روښانتیا او پوهاوي لپاره تنظیم کړي دي، ترڅو د قانون جوړونکي، افغانان او د بشردوستانه سازمانونو کارمندان وکولای شي د بیا میشتیدنې پروسې اړوند معلومات په اسانۍ سره درک کړي.

د انفوگرافیک یا بصری معلوماتو لیدو لپاره، دلته کلیک وکړئ.

 

 

کلیدي سرچینو ته لاسرسی

<span>موږ تل هراړخیز معلومات او سرچینې راټولوو او خپروو ترڅو افغان متحدین او د دوی مدافعین وکولی شي د معلوماتو او سرچینو څخه کار واخلي ترڅو دوی د متحده ایالاتو د حکومت د طرزالعملونو، د ویزې پروسې او د بیا میشتیدنې په پروسه کې د مرستې ترلاسه کولو په هکله معلومات حاصل کړي او مدافعینو سره اړیکه ونیسي.</span>

<span>سرچینو او معلوماتو ته د لاسرسي لپاره دلته کلیک وکړي.</span>


زموږ په اهدافو او پالیسیو پوه شي

زموږ دریځ روښانه دی: له شل کلنې جګړې وروسته، متحده ایالات مکلفیت لري چې د هغو کسانو د انتقال او ځای پر ځای کولو په بهیر کې همکاري وکړي چې خطر یې منلی او د جګړې په ډګر کې یې زموږ له سرتیرو سره مرسته کړې ده.

زموږ د اهدافو او پالیسیو په اړه، دلته کلیک وکړي

 

 

د خپل ځان یا د کورنۍ د غړو لپاره مرسته ترلاسه کړئ

مونږ د پخوانیو سرتیرو، افغان متحدینو او د هغوی د همکارانو د احساساتي ملاتړ او رواني روغتیا په برخه کې د معلوماتو ډیټابیس جوړ کړی دی.

د رواني روغتیا د ملاتړ په اړه معلوماتو ته د لاسرسي لپاره دلته کلیک وکړي.


 

د لږ څه کولو سره .... موږ هغه ارزښتونه چې موږ یې د مهاجرینو د ملت په توګه ویاړو او د مذهبي، توکمیزو او سیاسي ځورونو قربانیانو ته د سرپناه چمتو کولو کی لرو، کموو.

— ولسمشر ګرلند فورډ
د ویتنام د متحدینو د بیا میشتیدنې په اړه وینا